افغان حکومت په لنډ ډول د طالب بنديانو خوشي کېدل وځنډول 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، افغان حکومت ويلي دي چې تر يو وخت يې د طالب بنيدانو خوشي کېدل ځنډولي دي. دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې  د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل کړې دي. 

فيصل ويلي دي چې د زرو طالب بنديانو په بدل کې طالبانو بايد دوه سوه حکومتي کسان له بند ازاد کړې وای، خو طالبانو يوازې تر اوسه ۱۵۰ بنديان خوشي کړي دي. 

د طالبانو او امريکايانو د سولې تړون اړوند بايد افغان حکومت پنځه زره طالب بنديان او طالبان زر افغان امنيتي کسان ازاد کړي. افغان حکومت تر اوسه زر طالب بنديان خوشي کړي دي.