
روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل يوې رسنيزې ناستې کې ويلي چې وسله وال طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او د امريکا سره د سولې شوي تړون ژمنې ماتوي.
جاويد فيصل وايي چې طالبانو تر اوسه د سولې لپاره کومه طرحه نه ده وړاندې کړې او افغان وژنه او تاوتريخوالی يې ډېر کړی دی. فيصل وايي چې طالبانو بايد تر اوسه ۲۰۰ امنيتي کسان ازاد کړې وای.
د ملي امنيت شورا وياند خبرداری ورکړی دی چې که چېرې طالبان د طالب پنځو بنديانو په مقابل کې يوه د افغان حکومت بندي خوشی نه کړي نو حکومت به دغه بهير وځنډوي.