مشرانو جرګه: طالبانو پر لويو لارو ګمرکونه جوړ کړي دي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، مشرانو جرګې  نن ورځ د هېواد د امنيتي ادارو مسوولين د هېواد امنيتي وضعيت په اړه عمومي ناستې ته غوښتي وو. سناتورانو د ملي دفاع وزارت مرستيال، کورنيو چارو وزارت سرپرست او د ملي امنيت رياست نوماند رئيس څخه پوښتنې وکړې. 

د مشرانو جرګې يو شمېر سناتورانو ويلي چې طالبانو بريدونو کې زور اخېستی او د يو شمېر ولايتونو کې يې په لويو لارو ګمرکونه جوړ کړي دي. 

د مشرانو جرګې غړو کابل ښار کې د جنايي پېښو او وسله والو غلاوو په شمول؛ پر لويو لارو له موټرونو د طالبانو له خوا د پيسو اخېستلو په اړه اندېښنې امنيتي مسوولينو سره شريکې کړې. 

د مشرانو جرګې يو غړي ډاکټر زلمي زابلي ويلي چې درې ځلې وسله والو غلو د وسلې پر زور ترې موبايل اخېستی او چور کړی دی.