د ايران، پاکستان او طالبانو په اړه مشرانو جرګې ته د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت رياست سپيناوی 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، د ملي امنيت رياست نوماند رئيس، د کورنيو چارو وزرات نوماند وزير او د ملي دفاع وزارت مرستيال نن ورځ د هېواد امنيتي وضعيت د مالوماتو په اړه مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وو. 

د ملي امنيت سرپرست  رئیس احمدضیا سراج وايي چې طالبان امريکا سره د سولې تړون وروسته هم له بهرنيو وسله والو ډلو سره اړيکې لري او دغه ډله هڅه کوي چې د زور او پوځي لارو افغانستان کې واک ته ورسيږي. 

سراج ويلي چې په تېرې يوه نيمې مياشت کې طالبانو هېواد کې ۲۲۰ بريدونه تر سره کړي خو د افغان امنيتي ځواکونو تلفات د ۱۳۹۷ کال په پرتله په ۱۳۹۸ کې راکم شوي وو. 

د ملي دفاع وزارت مرستيال په خپلو خبرو کې ويلي دي، داسې تصور کيږي چې پاکستان او ايران د افغانستان د امنيت د کډوډلو هڅه کوي؛ بلې، په دې  خبره کې هېڅ شک نشته او هغه کس چې کومه دولتي دنده او مالومات هم ونه لري په دې پوهيږي چې ايران او پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو په لټه کې دي. 

بيا له بلې خوا د کورنيو چارو چارسمبال وزير مسعود اندرابي نن د مشرانو جرګې غړو ته وويل، چې طالبان د جګړې له لارې بريا ته نه شي رسېدلی او طالبانو ته به دا   فرصت هم ورنه کړل شي چې د نظامي لارې خپلو موخو ته ورسيږي.