غزل
لا د غم سندرې وایو لا مو اوښکې میلمنې دي
د بې وسو په لاسو کې د اغیارو زولنې دي
د بلبل ژوندون به څه وي په قفس کې
په هر ځای که ورته جوړ د ګل میلې دي
ژوندون جوړ لوی مصیبت شي ناچاری کې
ځي راځي تل د غمونو قافلې دي
راشه راشه پسرلیه ! دلته سوله امن راوړه
د یتیم په سترګو اوښکې دژوندون سختې شیبې دي
اه ! خبر د پسرلي شوم چې بیا راغی
په چمن کې د بلبلو ښې نغمې دي
د بهار په شان رنګین رنګین جانانه
ما نیولي درته دواړه سترګې سرې دي
زه وصال یم مصور د ښایستو
مخ د ښکلو باندې ستا د نور جلوې دي
۲۴/۱۲/۸۷
خپل کلۍ
وروستي