روهي (دوه نۍ/۲۲ د غوايي)، تېره ورځ مزار شريف ښار کې د بلخ د سپين ږيرو او مدني فعالانو يوې شورا په افغانستان کې د روسيې له وروستيو لاس وهنو سره مخالفت وښوود او ويې غاندلې. 

يادې شورا د يوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان په سياسي وضعيت کې د مسکو دننه کېدنه او په ځانګړي ډول هغه وړانديز چې ماسکو به افغانستان ته پوځيان ولېږي، وغاندل شو. 

د ناستې ګډونوالو ويلي چې ښايي روسيې دا تاريخ هېر کړی وي چې خپل وروستی سرتيری يې له افغانستانه په شرمناک او د ماتې په ډول ووتل نو بيا څنګه جرئت کوي چې د پوځيانو د را لېږلو ووايي. 

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حدید هم د غونډې د ويناوالو وو چې په افغانستان کې يې د روسيې له وروستيو سياسي لاس وهنو سره مخالفت وښوود او د تېر جهاد په کارنامو او قربانيو يې خبرې وکړي.