سرچينې: د فراه د مرستيال والي پلار طالبانو سره يو ځای شوی 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، سرچينې وايي چې د فراع د اوسني مرستيال والي پلار چې پخوا د سيمه ييزو پوليسو قومندان وو د طالبانو ليکو ته ورغلی دی. 

يو شمېر رسنيو د فراه د ولايتي شورا د يو شمېر غړو له خولې ليکلي دي چې  تورن جنرال عبدالجلیل بختور چې د فراه د اوسني مرستيال والي پلار دی او پخوا يې د سيمه ييزو پوليسو مشري کولو طالبانو سره يو ځای شوی. 

د دغه ادعاوو  په اړه تر اوسه د فراه ولايتي ادارې او وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي. د يادونې ده چې په تېر کې يو شمېر حکومتي او پوځي