ننګرهار کې زندان کې شپږ بنديان په کرونا ويروس اخته شوي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي چې په دغه زندان کې شپږ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي. له ثبت شوي کسانو وراېخوا لسګونه نور شکمن پېژندل شوي دي. 

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني په دې اړه امریکا غږ ته ویلي دي، "هغه کسان چې د کرونا مثبتې پېښې یې لرلې هغه جدا شوي دي او په یو بل بلاک کې دي او هلته جدا قرنطین دي. که نور چا کې علایم ولیدل شي نو سمپل به یې اخیستل کېږي او که پکې د چا ناروغي سختېږي نو تداوي کوو به یې."

په کرونا ويروس يو ککړ شوي بندي په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، "په ما کې هم د کرونا علامې وې، خو ټیسټ مو وکړ او منفي شو. په زندان کې په کرونا اخته تر اتلسو دي او د هغو کسانو چې اوس یې پایلې راغلې او مثبت وې نو تور غر په نوم یو بل بلاک جوړ شوی دی هلته یې یوړل چې قرنطین یې کړي."

که څه هم افغان ولسمشر د کرونا ويروس د خپرېدو لپاره د بنديانو د خوشي کېدو فرمان ورکړی خو تر اوسه هغه لس زره بنديان نه دي ازاد شوي چې  د خلاصون فرمان  يې صادر شوی دی.