د (یو‌ اف سي) لوبو درې نړيوال لوبغاړي په کرونا ويروس ککړ شوي 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د رزمي لوبو سازمان يا یو‌ اف سي اعلان کړی دی چې د دوی درې مشهور نړيوال لوبغاړي په کرونا ويروس اخته شوي دي. ياد لوبغاړو په امريکا متحدو ايالتو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

د یو‌ اف سي سازمان ويلي دي چې پبه کرونا ويروس د دوی د اخته شوي لوبغاړو لپاره يې روغتيايي اسانتياوې په پام کې  نېولې دي او اوس په کورني قرنطين کې وخت تېروي. 

له دې وړاندې د نړۍ يو شمېر مشهورې سپورټي او فلمي څېرې په کرونا ويروس اخته شوي چې ډېری یې له درملنې وروسته رغېدلي دي.