تازه ۳۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۴۴۰۲ تنو ته ورسېد 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې د تازه مالوماتو اړوند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۱ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د ياد وزارت د مالوماتو پر اساس ټول هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۴۴۰۲ ته ورسېد.

عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه د کوېډ - ۱۹ ناروغان مړه شوي او ۶۵ نور له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

له تازه ۳۶۱ پېښو ترټولو ډېرې يې په کابل کې دي چې ۱۱۷ پېښې کيږي. ورپسې کندهار، هرات، بلخ، پکتيا، غزني او ننګرهار ولايتونو کې ثبت شوې دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۱۲۰ او د رغېدلو شمېر ۵۵۷ کسانو ته تر اوسه رسېدلی دی.