دژوندمانا

لیکوال :   محمدواصل وصال
هنري نثر: دژوند مانا
   ستړی ستومانه شم ،دژوندخوږې شېبې راباندې لکه دزهروګوټ داسې تریخ شي ،له هرڅه مې زړه تورشي ځان راته لکه یوه خزان وهلې ونه ښکاره شي چې بیادسمسورکیدوامکان یې نه وي .په همدې فکرونوکې شپه شي ،خوب وینم چې ته راشې خواکې مې کیښینې دژوندپه خوږومې پوه کړې په ماکې دمینې یوه نوې ساه پوه کړې مسیحا شې ،بیا مې له سره دژوند سره مینه پیداشي ستا په شتون کې دژوند هره شېبه راته یوه قیمتي ملغلره شي اوداشېبې زه نه غواړم چې دلاسه ورکړم خوته رانه دبیرته دتلواجازه غواړې زه دې له لاسه ونیسم اودرته وایم مه زه خوته زما خبره نه منې اوزما نه لاړشې .سترګې خلاصې کړم بیا نه تاوینم اونه ستا مینه په داسې حال کې ماته ژوند لکه دیوخوب لیدل ښکاره شي چې دسترګوپه خلاصیدوسره پای مومي .
    خوکله چې په دې فاني نړۍ کې یوشمېرداسې انسانان ووینم چې مرګ یې بیخی هېروي اوتل دنړۍ په مادي ګټوپسې لګیا وي ان تردې چې نوروته زیان رسوي نوردخپلوګټولپاره وژنی خوپه مقابل کې بیاداسې نیک اوښه انسانان هم شته چې خپل دعمردنورودخیراوخدمت لپاره تیروي اوله دې کارنه خونداخلي .په هرصورت مختلف فکرونه موجوددي ،همدا شان ژوند هم چاته بیله بیله مانالري .یومین په نړۍ کې دخپلې معشوقې لپاره ژوندکوي اوتل دهغه په لټه کې لالهانده ګرځي اوکه چیرې دده معشوقه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي نوپس کوم هدف چې دخپل ژوند دتیرولولپاره ټاکلې وه هغه له منځه ځي نوپس بې هدفه ژوند څه مانا ،نولازمه ده چې هرڅوک دې په ژوند کې یوهدف ولري اوهغه ته درسیدوپه لارکې بایدله هرډول ستونزواوکړاونو،تودواوسړوسره مقابله وکړي اوهیڅکله هم مایوسه نشي .خوهدف ته درسیدولپاره وسیلې په کاردي که چیرې دیوه لیکوال اوشاعرسره قلم اوکاغذنه وي هغه څنګه کولای شي خپل دزړه درداوفکرنوروته ورسوي ممکن تریووخت پورې په شفاهي توګه یوڅونسلونوته ورسیږي خوتلپاتې به نه وي .همداشان په یوهیوادکې هغه وخت خلک دژوندسره مینه پیداکولی شي چې هلته سوله امن اودژوندانه ټولې اسانتیاوې موجودې وي که چېرې په یوهیوادکې سوله نه وي اوهره ورځ هلته بې ګناه خلک مري دیومورځوی مري دماشوم پلارمري دیوې ښځې میړه مري اویاهم یوڅوک خپل خوږملګری دالاسه ورکوي .پس ژوندپه یوداسې ځای کې پرته له مایوسی اوژړانه یوتا څه ورکولی شي .ایا ژوندهمدې ته وايي .
نوراځی !چې ژونددنورولپاره وکړونه یواځې دځان لپاره اودژوندپه حقیقي مانا باندې وپوهیږوله زړوفکرونواوروایتونوتیرشواودخپل زهن دروازې دنوي فکرلپاره خلاصې کړوچې هغه فکرله یوبل سره همدردي ،هیوادپالنه اودخپل هیوادبیاودانول دي .