کابل کې د اروپايي ټولنې سفير: اشرف غني او عبدالله هوکړې ته سره نېږدې شوي 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، کابل کې د اروپايي ټولنې سفير پیري مایدون وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د سياسي کړکېچ د پای په پار هوکړې ته سره نېږدې شوي دي. 

پیري مایدون ويلي، د نړيوالې ټولنې له لاس وهنې پرته د افغانانو په منځګړېتوب ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله يوې مثبتې پايلې ته سره نېږدې شوي دي. مونږ د دغه هوکړې پر وخت ټېنګار کوو، بايد ژر دغه هوکړه وشي، ولس نور ستړی شوی او په ستونزو کې دی. 

تېره ورځ د عبدالله عبدالله ډلې يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي چې دوی له ارګ سره د واک پر ۵۰ سلنه ونډې، عبدالله عبدالله ته د جوجاړي شورا مشري، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکړې او ثبات او همپالنې ډلې ته د ځيني ولايتونو د واليانو او امنيه قومندانانو د ټاکلو او يو شمېر نورو مسايلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. 

ارګ هم له ثبات او همپالنې ډلې سره په خبرو کې د پرمختګ وايي خو له عبدالله عبدالله سره د واک د ۵۰ - ۵۰ سلنې د وېش خبرونه ردوي.