نړۍ کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له څلور مېلېونه واوښت 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د غوايي)، د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د وروستيو شمېر پر بنسټ ټوله نړۍ کې  په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له څلور مېلېونه واوښت او همدا ډول ۲۷۸ زره کسان ترې مړه شوي دي. 

امريکا د نړۍ هغه هېواد دی چې د مړو او ککړو کسانو شمېر له بل هر هېواد په کې لوړ دی. د ککړو کسانو څلورمه برخه او د مړو درېیمه برخه امريکا کې دي. 

کرونا ويروس د نړۍ اقتصاد او سوداګري هم ګډوه کړې ده چې  په مېلېونه کسان يې بې کاره کړي او همدا ډول له لوږې سره مخ کړي دي.