کورنيو چارو وزارت د عبدالله او دفاع وزارت د ولسمشر غني برخه؛ پر نورو ادارو د وېش خبرې روانې دي

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، عبدالله عبدالله ته نېږدې سرچينې وايي چې د روان سياسي کړکېچ د پای طرحه کې پرمختګونه شوي دي او ښايي چې په نېږدې وخت کې محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دغه سياسي هوکړه سره لاسليک کړي. 

د يادې سياسي هوکړې اړوند په ټول سياسي واک کې عبدالله عبدالله ته ۵۰ سلنه ونډه، هغه ولايتونو کې چې ثبات او همپالنې ډلې ډېرې رايې اخېستې وي د واليانو او امنيه قومندانانو ټاکل، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه او عبدالله عبدالله ته د جوړجاړي  شورا مشري د عبدالله عبدالله ډلې شرطونه دي. 

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د ۵۰ سلنه واک وېش ردوي، خو د عبدالله عبدالله کسان وايي چې کورنيو چارو وزارت د دوی په برخه او ملي دفاع وزارت د محمد اشرف غني برخه کې رسېدلی دی. 

لويه څارنوالي، ماليې وزارت او بهرنيو چارو وزارت هغه ادارې دي چې تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوي او د وېش برخه کې يې ژور اختلافونه شتون لري.