غیر قانونی  ریشخندي حکومتونه

دا دوهم ځل دی چې په افغانستان کې یو بل ریشخندی حکومت د ( توافقي حکومت) تر نوم لاندې رامنځته  کیږي ، ددې څخه پخوا ددې هیواد په خلکو باندې یو ریشخندي حکومت د ( ملی وحدت حکومت) تر نوم لاندې رامنځته شوی و.
 
دا دواړه حکومتونه غیر قانوني او د افغانستان دخلک د ارادې او د دموکراسۍ  د اوصولو خلاف دي او په هیواد کې د فاسدو او جنایتکارو کړیو بشپړه دیکتاتوري په ډاګه کوي.
 
د اولسمشرۍ دوهمې  دورې د پاره  محمد اشرف غني د نوماند په توګه خلکو ته  ژمنه ورکړه چې اساسی قانون به پلي کوي او د ( چلیک اندازۍ ) حکومت به بیا نه جوړیږي. خبره سرچپه شوه . خپله  ژمنه یې هیره کړه او خلکو غوښتنو ته یې شا کړه. اوس بیا هم پخوانۍ سناریو د سره تطبیقوي.
 
ځینې کسان د محمد اشرف غني دا ډول ګام د هغه مجبوریت ګڼی. دلته سوال پیدا کیږي چې کوم ډول مجبوریت ؟
د اساسی قانون له مخې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا اولسمشر اعلان شوی دی . د اولسمشری  سوګند دې کړی دی. د سیال په نسبت په خلکو کې محبوبیت زیات دی. نړیوال د هغه سره کار ته خوشاله دي.
 
خو داسې  ښکاري چې بیا یې همغه ډول کار ته زړه ښه کړي وي چې یوه غیر قانوني  ریشخندی اداره رامنځته کړي. هغه کولی شول چې:
 

  • د افغانستان د خلکو په ملاتړ سره سره هر ډول ( چیلک اندازي ) شنډه  کړي.
  • هغه کولی شول چې په ټول ملت باندې غږ وکړي.
  • هغه کولی شول د اساسي  قانون په نظر  کې نیولو سره ، مقابل لوري  ته ځواب ورکړي.
  • هغه کولی شول چې مغرض ، فاسد ، جنایتکار، تومت ویونکي  کسان بې پرې محکمې ته ورو پیژني.
  •  
    تیر حکومت چې د دوو اشخاصو یا وګړو تر  منځ د توافق له مخې  رامنځته شوی و، د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بده او ناوړه تجربه وه. په دې دولت کې فاسدو ، جنایتکارو کسانو د هیواد واګې په لاس کې  درلودلې. اولسمشر تش په نوم اولسمشر و. چې هیڅ ډول یې په داخلی او بهرنیو چارو کې واک او صلاحیت نه درلود.
     
    په کابل او نورو ښارونو باندې جنایتکارو وسله والو  بانډونو واک درلود . د ځینو منابعو په قول یوازې په کابل کې په لسګونو زره غیرقانوني وسلې د جنایتکارو بانډونو په لاس کې دي دا بانډونه په واقعي  مانا په کابل باندې حکومت کوي. همدا خبره وه چې د کابل ښاریانو په حکومت باندې د ( ملي وحشت ) حکومت نوم کیښود.
     
    مذهبی او قومي تعصبونو ته ددې فاسد حکومت د چارواکو له خوا لمن ووهل شوه. دوی هڅه وکړه چې د قومونو او اولسونو تر منځ د ښمني رامنځته  کړي او لدې لارې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.
     
    په ( ملي وحشت) حکومت کې:
  • مقررۍ په فاسدو او جنایتکارو کړیو سره د اړیکو له مخې تر سره  شوې.
  • اهلیت او لیاقت ته  اهمیت ورنکړل شوه بلکې توکمیزې اړیکی مهمې شوې.
  • فساد ( اخلاقي ، اقتصادی ) له مخې  مقررۍ تر سره شوې . حتی ارګ هم د ( اخلاقي فساد) په  نوم تورن شو.
  •  
  • په لوړو څوکیو مقرريو نامريي اړیکو زیات تاثیر درلود . د پنجاپستان او تهران سره پټې اړيکي.
  • مختلفو مافیاو ( اقتصادی ، نشه یی توکو او ....) مافیاو له خوا په کلیدي پوستونو کې د خپلو اشخاصو مقررول.
  • اداري فساد ، سراسري ، قانونی او  علنی کړل شو.
  • خصوصي سکتور خپل فعالیتونه ودرول.
  • او داسې نور
  •  
    د ( ملي وحشت ) د حکومت له امله د افغانستان په لسګونو زرو تعلیم کړو ځوانانو وطن پریښود او په زرګونو یې په دریابونو کې ډوب شول. همدارنګه په  زرګونو ځوانان د وزګارتیا او د فاسدې ادارې د کړنو له امله  اړ شول چې د وسله والو مخالفو ډلو سره یو شي او حتی ځانمرګي بریدونه وکړي.
     
    د ( ملي وحشت ) حکومت د افغانستان په تاریخ کې  د شرم تور ټکۍ دی چې د  افغانستان  راتلونکی نسلونه به هم د هغې غندنه کوي او د هغه مشرانو ته به سپکې سپورې وايی.
     
    د ( ملي وحشت ) حکومت په نړیوال سیاست کې تر ټولو بیکاره او د ملي ګټو ضد سیاستونه مخته بوتلل. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازوالی تر ټولو بیکاره استازوالي وه چې هیڅکله  یی ونکړای شول د افغانستان  د ملي ګټو څخه ساتنه وکړی.
     
    د (  ملي وحشت حکومت) زیاتره وزیران غیر مسلکي ، بې تجربې ، بې تعلیمه  او بیکاره و او دي. د هیواد اداره د فاسدو او بیکاره کسانو لاسونو ته لویدلی وه او ده. د دوی د پاره افغانستان ، اولس او پرمختګ هیڅ اهمیت نه درلود. د قانون تطبیق ارګانونو ونه کولی شول چې په جنایتکارانو باندې د هیواد نافذه قوانین تطبیق کړي.  دا ځکه چې اولسمشر او اجراییه رییس یې د غیر قانونی میکانیزم له  لارې په واک کیناستل.
     
    د هیواد اقتصاد د تباهۍ سره مخامخ شو. د هیواد کانونه د زورواکانو او مافیا لاسته ولیدل. ګمرکونه هم د لوټماری منبع وګرځیدل. هر چارواکۍ  راغي په  بهرنیو بانکونو کې یې په خپلو اکونټونو کې په سلګونو میلیونه ، حتی په زرګونه میلیونه  ډالر خوندي کړل. د ځمکې غصب لوړې درجې ته ورسید.
     
    خدمتونه د خلکو د پاره ناڅیزه شول. د عامې روغتیا په ډګر کې خلک د ډیر عادي ناروغۍ د درملنې د پاره هند ، پاکستان او یا نورو هیوادو ته تلل او ځي. د بریښنا برابرول ، د سړکونو جوړول او مراقبت ، ښوونه او روزنه او لوړې زده کړې تر پخوا بې کیفیته شوې.
     
    او داسې  نور
    اوس بله ناکامه او ناوړه تجربه را روانه  ده . د ( ملي توافق حکومت) ، بیا هم د ( ملي وحشت ) حکومت ، کاپي . را منځته کیږي . دا حکومت به تر پخواني هم ډیر بیکاره او فاسد وي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له خوا رامنځته کیږی.
     
    دا حکومت هم د اساسی قانون او د اولسمشرۍ د ټولټاکنو د پایلو له مخې نه رامنځته  کیږي بلکې د دو کسانو د توافق له مخې رامنځته  کیږي . دا په  دې مانا چې افغانستان ددې دوو کسانو شخصي ملکیت دی او د هیواد خلکو برخلیک دوی ته  هیڅ مانا نلري. دوی حتی د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو په نوم څه نه پیژنی.
     
    که چیرې د حاکمه فاسدو  او جنایتکارو کړیو تر منځ د یو ه حکومت په جوړولو توافق رامنځته  شي په هغه صورت کې د هیواد اساسی  قانون په بشپړه توګه خپل ماهیت د لاسه ورکوي او د خلکو اراده تر پښو لاندې کیږي. دا حکومت به:
     
  • د ( ملی وحشت ) حکومت څخه زیات بیکاره وي.
  • اداري فساد به تر پخوا ډیر شرمونکی شی.
  • د ځمکو غصب به لوړې درجې ته ورسیږی.
  • جنایتکار بانډونه به تر پخوا ځواکمن شي.
  • وزګارتیا به تر پخوا دوه وارې زیاته شي.
  • د هیواد پرمختګ به د صفر سره برابر شي.
  • لوږه به تر پخوا ډیره شي.
  • نا امني  به زیاته شي.
  • د ایران او  پنجابستان لاسوهنې به زیاتې  شي.
  • نړیوال  تروریستي ګروپونه  به  دلته ځالې  جوړې کړی.
  • ملکي او پوځي  تلفات به زیات شي.
  • او داسې نور
  •  
    خو پوښتنه  دلته رامنځته  کیږي چې په واک باندې دواړه توافق کونکی ( محمد  اشرف غنی او عبدالله عبدالله) کله  وار:
    • هم د هیواد اساسي قانون ته کتلي دي؟
    • کله هم یې د دموکراسۍ اوصول لیدلي دی؟
    • کله یې هم د نورو هیوادونو ټولټاکنې  لیدلي دي؟
    • ایا دوی د ټولټاکنو  په سیاستونو  پوهیږ.ي؟
    • کله  یې د افغانستان د خلکو ارادې ته غاړه  ایښي ده؟
    • کله یی هم د خلکو څخه څه پوښتلي دي؟
    • کله یې هم د هیواد اوسنۍ حالت ته مخ اړولی دی؟
    • کله  یی هم په هیواد کې په سلګونو کسانو شهادت مخ اړولی دی؟
    • کله د هغه خلکو د ژوند نه خبره دي چې د روژه ماتي د پاره ډوډۍ نلري؟
    • کله یې د هغو ځوانانو برخلیک هم کتلی دی چې د وزګارتیا له امله هیواد پریږدی؟
    • کله  یی هم کتلي دي چې د نورو هیوادونو  سیاستوالان  څه کوي او دوی څه  کوي؟
    • او داسې نور
     
    اوس حالات پیچلي دي د یوې خوا :
  • د افغانستان د تباهی د پاره د پنجاپستان له خوا د قطر سناریو روانه ده.
  • د ایران او پنجاپستان مداخلې ډیرې بربنډې او  شرمونکي  شوي دي.
  • د هیواد په میلیونو خلکو ژوند د کرونا او نورو ناروغیو له لاسه په ګواښ کې دي.
  • د کابل بیکاره او  فاسدې ادارې څخه د افغانستان  خلک په بغارو راغلي  دی.
  • بیکاري او خواري تر ټولو زیات خلک ځوروي.
  • جنایتکار بانډونه  په هیواد واکمني  کوي.
  • او داسې نور
  •  
    د افغانستان ټول خلک په  دې بشپړ باور درلود چې د ( ملي وحشت ) حکومت غیر قانوني و او دخلکو د ارادې  خلاف رامنځته شوی و. او راتلونکی ورته حکومت به هم غیر قانوني  او تر پخوا بیکاره واوسي.
     
    اوس نو خلک باید څه وکړي؟
  • ایا د پخوا په  شان چوپ کیني چې دوه کسان د دوی په  برخلیک معامله وکړی؟
  • پخوانۍ ستونزې او ناخوالې تر پخوا دوه وارې زیاتې  وزغمي؟
  • هره  ورځ د هیواد په سلګونو کسان مړه شي؟
  • نا امني او جګړه پراختیا ومومي؟
  • ټول طبعی او ملي منابع لوټ کړل شی؟
  • او داسې نور
  •  
    او که چیرې ددې ناخوالو  او ظلمونو په وړاندې ودریږي د خپل هیواد او برخلیک ساتنه وکړي. اوس وخت بدل شوی دی.
     
    • باید خلک خپل واک په خپل لاس کې واخلي .
    • د دوی په برخلیک د هر ډول معاملو مخه ونیسي.
    • د هیواد اساسي قانون او نور نافذ قوانین تطبیق کړي.
    ددې له پاره  باید پراخ ، ملی او سراسري غورځنګ رامنځته شي او پرینږدې چې معامله ګرې، د قدرت او ثروت وږي کړۍ په دوی واک وچلوي.
     
    پنځه  کاله بیا ددې فاسدو کړیو واکمنۍ زغمل ډیر مشکل دي. یو سراسري غورځنګ باید د اساسی قانون  د تطبیق غورځنګ په نوم رامنځته  شي او دا غورځنګ وکولی شي چې د اساسي قانون د واقعي  تطبیق زمینه برابره کړي.
     
    اوس مهال په ایران او پنجاپ پورې تړلي  کړۍ هڅه کوي چې د داسې کرغیړنې ادارې د جوړولو د پاره د خلکو ذهنیتونه  اماده کړی او دا په اوس مهال  کې مهم ضرورت وګڼي. د نړیوالو رسنیو له منځې دا په ډاګه کیده چې د داسې حکومت رامنځته  کیدل د دوی له مهمو اهدافو څخه و.
     
    د افغانستان خلک اړ دي چې په مختلفو جبهو کې د هیواد او خپلو ګټو ساتنه وکړي:
  • د ایران او پنجاپ د لاسوهنو په  وړاندې
  • د داخلی فاسدو او مرتجعو  کړیو په وړاندې
  • د فاسدې او لوټمارې  ادارې په وړاندې.
  • په دې کې هیڅ شک نه  شته چې ټولنه مخته روانه  ده او دا ټولنه به هر ډول خنډونه د مخه  لیرې کړی، رښتیني دموکراسي ، سوله او وداني په رامنځته  کړي.
    راغۍ ( توافقي حکومت ) وطن لره.
    اوس به څه چل کیږی؟