فارياب والي: طالبانو شيرين تګاب ولسوالۍ کې سلګونه خوراکي توکي اېسار کړي

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې له تېرو اتو ورځو د ترکمنستان هېواد مرسته شوي مالونه په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په محاصره کې دي او مرکز ميمنې ته يې د راتګ اجازه نه ورکوي. 

فایق وايي چې اته ورځې وړاندې يو شمېر کرنيز او خوراکي مواد د ترکمنستان هېواد له خوا مرسته شوي او د آقينه بندر له لارې افغانستان ته را دننه شول خو طالبانو په شيرين تګاب ولسوالۍ کې اېسار کړي دي. 

فارياب والي ويلي دي چې طالبانو دغه موټرونه د سره لمر لاندې درولي  دي چې په کې د شته خوراکي توکو د خرابېدو شونيتا شته او ځيني خوراکي توکي خوسا شوي او خراب شوي هم دي. 

دغه خوراکي موادو کې  ۳۵ ټنه رومي بانجان، ۲۰ ټنه ترکارۍ، ۲۰ ټنه ګازرې، ۸ ټنه بیسکویټ او چاکلیټ، ۱۲ټنه ناالکولي څښاک  او ۱۶۱۸ کارتن د چرګو هګۍ په کې شاملې دي. 

طالبانو تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.