تر اوسه يې پايله منفي ده؛ ولسمشر ټرمپ هره ورځ د کرونا ويروس لپاره معاینه کيږي 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، امريکا کې د کرونا ويروس د ککړو او مړو کسانو د شمېرو په ډېرېدو سره ولسمشر ټرمپ او مرستيال يې مايک پنس هره ورځ معاينه کيږي. له دې وړاندې په اوونۍ کې يو ځل د دوی معاينه کېدله. 

د ولسمشر ټرمپ او مرستيال ولسمشر مايک پنس د ورځنۍ معاينه او ټېسټ اخېستو پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې څو ورځې وړاندې يو کس د ولسمشر ټرمپ دفتر ته تللی  خو وروسته مالومه شوه چې ياد کس په کرونا ويروس ککړ شوی دی. 

تازه تېره ورځ د ولسمشر ټرمپ او مرستيال ولسمشر مايک پنس معاينه شوې او پايله يې منفي وه. د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس د ککړو او مړو کسانو شمېرې لوړې دي.