غور کې لاريون په تاوتريخوالي واوښت؛ ۲ مړه او ۱۲ ټپيان دي 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، غور ولايت کې يو شمېر کارګران او هغه کسان چې د کرونا ويروس د ګرځبنديز او قرنطين له امله بې کار شوي دي په لاريون لاس پوری کړی چې لاريون په تاوتريخوالی اوښتی او تلفات لري. 

د غور له مرکز فيروز کوه راپورنه وايي چې لاريون کې د پوليسو او لاريون والو ترمنځ نښته شوې چې دوه لاريون کوونکي په کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. 

د لاريون کوونکو شمېر تر سلو کسانو رسېدو چې نن سهار يې هڅه کوله چې د غور د والي دفتر دننه شي خو اجازه ورنه کړل شوه او نښته رامنځ ته شوه.