هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر په ۴۰۰۰ واوښت 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې د مالوماتو اړوند هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۴۰۳۳ کسانو ته ورسېد. تېرو ۲۴ کې ۲۵۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح رسنيو ته ويلي دي چې په تېرو ۲۴ کې شپږ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۱۵ ته ورسېد. 

تازه ثبت شوې پېښې په کابل، هرات، بلخ، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، بامیان، تخار، کندز، پنجشیر، جوزجان، کونړ  او نورستان ولايتونو کې دي. 

تر اوسه هېواد کې ۵۰۱ تنه په بيلا بيلو ولايتونو کې له درملنې وروسته رغېدلي دي.