سرچينې: کندهار والي په کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د کندهار والي حيات الله حيات او د هغې يو شمېر ساتونکي په کرونا ويروس اخته شوي دي. د کندهار ولايتي اداره وايي چې د نوموړي ټېسټ تر سره شوی خو تر اوسه يې پايله نه ده راوتلي. 

ازادۍ راډيو ته يو شمېر سرچينو د نوم د نه ښوودلو په شرط ويلي او تائيد کړې يې ده، چې حيات الله حيات او د هغې يو شمېر ساتونکي په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

سرچينې ويلي  دي، والي او د هغه یو شمېر ساتونکو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس معاینات د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وو چې د شپې ناوخته‌يې نتيجه مثبته راپور شوه.