له قطر او هند وروسته زلمی خليلزاد پاکستان ته لاړ 

روهي (نۍ/۲۰ د غوايي)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امریکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د افغان سولې په اړه د بحث او مشورو  لپاره پاکستان ته تللی. 

زلمی خليلزاد تېره اوونۍ دوحې ته تللی وو او هلته يې د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. دی تېره ورځ هندوستان ته لاړ او پر افغان سولې خبرې - اترې کړې. 

نوموړی تېره ورځ پاکستان ته لاړ او ټاکل شوې ده چې له پاکستاني چارواکو سره به هم پر بين الافغاني خبرو، د امريکا او طالبان د سولې تړون او ورته نورو مسايلو خبرې وکړې.