د خوست امنيه قومندان سيد احمد بابازی خاورو ته وسپارل شو 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، تېر بېګاه د خوست ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځينيخېلو سيمه کې د خوست ولايت امنيه قومندان مل پاسوال سيد احمد بابازی د خپل يو سکرتر او دوه ساتونکي سره يو ځای د سړک غاړې ماين په چاودنې کې ووژل شول. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، کورنيو چارو وزارت او د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د نوموړي پر وژني خواشيني ښوودلې اتو د طالبانو يا عمل يې غاندلی. 

د نوموړي جسد لومړی پلازمينې کابل او بيا ننګرهار ولايت ته په ځانګړو پوځي مراسمو  ولېږل شو. د ننګرهار په شيرزي لوبغالي کې يې د جنازي مراسم تر سره چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين  سترپاسوال عبدالصبور قانع او نورو لوړپوړو حکومتي کسانو په کې برخه اخېستې وه.