روبرټ مردوخ

نن ورځ په انګلستان کې دخبري رسنیو دخاوندانو دا اندېښنې دهرچا دژبې پر سر دي او له دې ډاریږي ،چې دمطبوعاتو امپراتور روبرټ مردوخ غواړي ، چې د ټول انګلستان خبري رسنۍ په خپل ګروت کې ونیسي ان تردې ،چې خبره اوس مشهورو ورځپاڼو لکه ډیلي ګراف ، ډیلي میل ، ګارډیان ته ورسیده او له مردوخ سره ېې خپله پخوانۍ دښمني بېرته راتازه کړه او BBCهم وايي که چیرې مردوخ وتوانیده ،چې سکای راونیسي دا به ددې مانا وي ،چې نوموړی به په ټوله مانا دانګلستان خبري رسنۍ او مطبوعات په خپل واک کې ولري .
په انګلستان کې دمشهورو ورځپاڼو څښتنان غواړي ،چې دحکومت پر مټ دمردوخ دا پلان شنډ کړي اوس دسوداګرۍ وزیرفینس کیبل اړ دی ،چې په لسو ورځو کې په دې اړه پریکړه وکړي دیادونې ده ،چې په دې برخه کې دانګلستان دلومړي وزیر ډیویډ کامیرون منښته اړینه بللې شي .
رابرټ مردوخ (Rupert Murdoch ) د 1931 ز مارچ پر 11 په استرالیه کې زیږیدلې دی موروپلار ېې یهودان وو او د News Corporation دادارې مسوول او څښتن دی . ځنې نور بیا وايي ،چې مردوخ په نړۍ کې تر ټولو خطرناک سړی دی ځنی بیا وايي نه ډېر مشهور دی . دا سړی ګرده نړۍ خوځوي ، دبشریت او راتلونکو نسلونو عقل جوړوي او ذوق ېې خړوبوي . مردوخ زموږ دژوند او حکومت په ډېرو برخو کې لاسوهنه کوي او له خپلې تګلارې سره ېې برابروي . راځې په لاندې کرښو کې به ددې جنجالي سړی دژوند لوړې ژورې ولولو .
دمرودخ زوکړه :
نوموړی په استرالیه کې زیږیدلې دی موروپلار ېې له اره یهود و او ښه بنسټال داسې ،چې په هره برخه کې به ېې له اسراییلو خپل ملاتړ کاوه مردوخ وروسته بیا امریکا ته ولیږدیده او هوری بیا دلومړی درجه هېوادوال شو او همدلته ېې دبخت ستوری وځلید او دمطبوعاتو په برخه کې ېې پانګونه وکړه نن دمطبوعاتو دامپراتور په نوم مشهور شوې دی او دمطبوعاتو په برخه کې ېې په ګرده نړۍ راچ چلیږي . دګردې نړۍ نږدې 80% مطبوعات په خپل واک کې لري او هڅه کوي ،چې په نږدې راتلونکې کې دخپل واک سلنه 100% ته پورته کړي . 
دمسلکي ژوند پیل
دمردوخ پلار په خپل ټاټوبي کې سیمه ییزې ورځپاڼې درلودې ، خو تاوان ېې مل و بیا ېې پریکړه وکړه ،چې راځه خپل زوی انګلستان ته ولیږدوه هلته به دمطبوعاتو په برخه کې زده کړه وکړي له راګرځیدو سره جوخت ېې په استرالیه کې ورځپاڼې او تلویزونونه راخپل کړل څه موده وروسته ېې سوداګري وغوړیده سمدلاسه ېې انګلستان اوامریکا ته لاس واچوه او په دې هېوادو کې ېې دفلم جوړونې او مطبوعاتو بازار ونیوه ان تردې ،چې انترنیت هم راخپل کړ .
کله ،چې پوه شو په استرالیه کې ېې دمطبوعاتو بازار راخپل کړې دی په 1969 ز کې انګلستان ته مخه کړه او دNews of the World اونیزه ېې راونیوله هغه مهال ېې تیراژ 6,2 ملیون ته رسیده د ورزش ، ژیړ ژورنالیزم ، سکس موضوعاتو ته ېې پام واړوه څه موده وروسته ېې ،چې بازار ډېر شو نو په تحریري تګلار کې ېې بدلون رامنځته کړ او یوازې سکسي مسایلو ته ېې مخه کړه . له دې پرمختګ وروسته ېې څو اونۍ وروسته ېې په نیم ملیون پونډ د the Sun ورځپاڼه راونیوه . هغه مهال دا ورځپاڼه له مالي ستونزو سره مخ وه مردوخ ، چې کله دا راونیوله نو تحریري تګلار ېې ورته چوره بدله کړه او ورځنۍ تیراژ ېې 5 میلونو ته ورسیده . په ورځپاڼه کې ېې دیوې لوڅې ښکلې نجلۍ دانځور لپاره ځای پرېښود او په ټولنه کې به ېې د رسوايۍ او سکسي خبرې رااخستې له دې سره ېې ورځپاڼه ډېره مشهوره شوه . دا ، چې څرنګه درسنیو امپراتور شو کېسه ېې داډول ده :
په انګلستان کې د The Times مشهوره ورځپاڼه له مالي ستونزو سره مخ شوه اونږدې وه ،چې په ټپه ودریږي دا مهال دمردوخ ستوری وځلیده او له تاوانه ونه ډار شو او د ورځپاڼې درانیولو پریکړه ېې وکړه او غوښتل ېې ،چې دورځپاڼې تګلورې ېې بدل کړي او تاوان ېې پر ګټه بدل کړ په دې اړه ېې له حکومت سره جنجال رامنځته شو او خبره ېې دوخت لومړۍ وزیرې مارګریټ تاتچر ته ورسیده او نوموړې د مردوخ تر خوا ودریده او دا اجازه ېې ورکړه ،چې ورځپاڼه راونیسي هغه مهال دګرد انګلستان دمطبوعاتو 40% سلنه دمردوخ په واک کې وه نوموړی وتوانیده ،چې دورځپاڼې پخوانی نوم او شهرت او څرنګوالي وساتي مردوخ پرته له دې ،چې دورځپاڼې کارکونکي خبر کړي په زرګونو ېې له خبرتیا پرته له دندو ګوښه کړل وروسته بیا مردوخ په 1973 ز کې امریکا ته ولاړ او هلته ېې سان انتوکیو اکسبرس ورځپاڼه راونیوله او د سټار او سوپر مارکیټ په نوم ېې دوه نورې هم رامنځته کړې .
په 1976 ز کې مردوخ پریکړه وکړه ،چې دامریکا تر ټولو مشهوره ورځپاڼه نیوریارک پوست راونیسي له دې سره ېې بخت نور هم وځلیده او دا اجازه ېې تر لاسه کړه ،چې په امریکا دنورې پانګونې لپاره مخه پیدا کړي .
دمردوخ دژوند تاریخي بهیر :
په 1991 ز کې ېې ویلې و :
که توني بلیر غواړي ،چې په ټاکنو کې بریالې شي نو باید دلته استرالیه ته راشي ،چې زما له مامورینو سره ګډه ناسته ولري څو ورځې وروسته دانګلستان لومړی وزیر توني بلیر دا امر ومانه او په خپله ځانګړې الوتکه کې سډني ته روان شو او هلته ېې دنوموړي له استازو او مامورینوسره وکتل او په ټاکنو کې بریالی شو .
: هیرمان او ماکزني وايي : دې سړي واشنګټن دخپلې کورتۍ په جیب کې اچولې دی ، ددې سړی دیوه شرکت ټوله پانګه په 1998 ز کې 12,8 بلیون ډالرو ته رسیدلې وه .
څیړونکي وايي : دا دنړیوال کلي ملک دی او ولیم شاوکروس بیا وايي : مردوخ دهغو لومړیو درجه مشرانو څخه دی ،چې دپردې تر شا ګرده نړۍ کنترولوي .
. کله ،چې مردوخ وپتیله له پخواني شوروي اتحاد لیدنه وکړي په هوايي ډګر کې ورته سور فرش ورته هوار شو او هرکلي ته ېې دهغه وخت ولسمشر او دحکومت ټول وزیران او چارواکي راووتل دا ډول له شان وشوکته ډک هرکلی د ډېرو ولسمشرانو په برخه هم نه و . نن د مردوخ ټوله پانګه 7,7 ملیارده ډالره ده او نړۍ له 32 مشهورو بډایه څخه ګڼل کیږي . نن ورځ مردوخ یو له هغو کسانو دی ،چې دټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ورته ولسمشران او لومړي وزیران اړ وي ،چې لاسنیوي ېې وکړي او خبره ېې ومني ان تردې ،چې یو شمېر خلک ېې په اړه وايي : مردوخ هغه شيطان دی ،چې ژورنالیزم ېې ککړ کړې دی . ځکه مردوخ له پېښو او خبرونو سره دتوکو په توګه چلند کوي او له ډېرو سره سیاسي چلند کوي او په داسې بڼه ېې وړاندې کوي ،چې هم ګټه وکړي او زړه راښکونکې وي . نوموړی دخبر او پېښو اخلاقي اړخ ته نه ګوري ددې مانا داده ،چې مردوخ دخپل مسلکي کار په پیل کې دارزښتونو او اخلاقو خبره کوله اوس داسې ښکاري ،چې دا ټول د پاڼې په سر درنګ خبره وه اوبس . پردې سربېره مردوخ پر انترنیت ایمان لري او د راتلونکو نسل ګډه ژبه ېې بولي اوله نړیوالتوب څخه ملاتړ کوي ځکه ،چې دا هر ډو ل تمدني پولې او دېوالونه ړنګوي .
. مردوخ دامریکا دپخواني ولسمشر رونالډ ریګن ملګری او مارګریټ تاتچر بنډارچي و دا خو ټولو ته معلومه ده ریګن او مارګریټ دخپلو واکمنیو پر مهال بهرنۍ تګلار ډېره سخته کړې وه او کورنۍ هغه ېې داسې کړه ،چې پر بډایه ېې ټیکسونه راکم کړل او دبیوزلو دملاتړ صندوقونه ېې له منځه یوړل په دې ټولو کې ورسره مردوخ شریک و . یوه بله دپاموړ خبره څو کاله وړاندې دامریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې مردوخ دهغې غونډې لګښتونه برابر کړل ،چې دمېرمن هیلری کلنټڼ لپاره ېې کمپاین کاوه ، خو په 2002 ز کې بیا دمردوخ ورځپآڼې نیويارک پوست له همدې مېرمن سره مخالفت وکړ او دمشرانو جرګې ته ،چې کاندېد شوه دنوموړی پر وړاندې ېې خنډونه رامنځته کړل .
مردوخ د Newscorp یوه موسسه لري اودا بیا په خپل بر کې له 800 ډېرې فرهنګي ، مطبوعاتي موسسې لکه تلویزون ، ورځپاڼې ، مجلې ، خپرندونه ټولنې ، سینما ، فلم جوړونه رانغاړي پردې سربېره په انګلستان ، امریکا ، استرالیه ، ایتالیه او نورو 52 هېوادو کې خپل استازي او څانګې لري .
همدارنګه نوموړی 175 مشهورې ورځپاڼې لکه ټایمز ، سنډی ټایمز ، سن نیوز اف دی ورلډ ، نیویارک پوسټ ، وال سټریټ ژورنال لري ، چې په دې لړ کې یوازې 25 مشهورې مجلې دي همدارنګه مردوخ یوازې په امریکا کې 12 تلویزونونه لري او د12 میلونو کورونو لپاره خپرونې کوي .