بې منطقه وياندويي!

انس حقاني د ارګ لپاره سره کرښه وه د ارګ وياندويانو به تل ويل چې انس حقاني د حکومت لپاره سره کرښه دى او هغه نه خلاصيږي خو بالاخره سره کرښه په ژيړې کرښې تبديلېږي انس حقاني د دوه امريکايي استادانو په بدل کې له طالب بنديانو سره تبادله شو اوس پوښتنه دا ده چې انس حقاني ولې د دوه امريکايي استادانو په بدل کې خوشى شو؟
 
امريکا ته چا دا جرئت ورکړ چې د افغان حکومت سرې کرښې ماتې او په ژيړو يې بدلې کړې؟ آيا افغان ولس، له طالبانو سره افغان بنديانو په نسبت امريکايي استادان ډير مهم ٶ؟ دلته په يوه ورځ کې افغان حکومت لسګونه کسان تلفات ورکوي آيا نشواى کيداى چې انس حقاني دې طالبانو ته د اروبند په معامله کې ورخوشې شوى واى؟ له دې وروسته په غالب ګومان چې په دوهمه که دريمه ورځ شمشاد تلويزيون څخه مې تاوده بحثونو خپرونه اوريدله په دوى کې يو د ولسمشر وياند دواخان مينه پال د مېز ګډونوال ٶ، خبريال له مينه پال نه پوښتنه کوي چې انس حقاني د افغان حکومت لپاره سره کرښه وه ولې دغه سره کرښه ماته شوه؟ د مېز نورو ګډونوالو نظر دا وو چې د امريکا او پاکستان په فشار افغان حکومت دې ته اړ شو چې حقاني خوشى کړي خو د مينه پال استعدلال دا ٶ چې انس حقاني د پاکستان په غوښتنه نه دى خوشې شوى او د امريکايي لوري په مقابل کې يې ځواب دا ٶ چې: امريکا زموږ يو مهم او نړيوال ستراتيژيک متحد دى او موږ د دې لپاره چې له نړيوالو ستراتيژېکو متحدينو سره خصوصآ له امريکا سره اړيکې لا غښتلي کړو دا کار مو د ملي ګټو لپاره وکړ او امريکا زموږ يو له مهمو نړيوالو متحدينو څخه دى...
د ولس په سترګو کې خاورې مه اچوئ د خپلو شخصي ګټو لپاره ولس مه قرباني کوئ که تاسې لپاره دوه امريکايي استادان ملي ګټې ښکاري نو بيا واضيح ووايئ چې د امريکا ګټو لپاره مو دا کار وکړ د ولس لپاره خو ملي ګټې دا دي چې اوربند وشي، جګړه ودرول شي او حقاني دې بيا خوشى شي نو تاسې بيا په کوم وجدان او په کومو سترګو د ملي ګټو خبره کوئ؟ امريکا ستا سرې کرښې ماتوي خو بيا هم تاسې يې متحد ګڼى ته د امريکا له اجازې پرته هيڅ هم نشې کولى، ستا ولس وژني، ستا ځوانان په شهادت رسوي، ستا ملي ګټو باندې رشخند وهي، ستا دښمن تجهيزوي تا پرې وژني... لږ راسره تم شئ بېلګې يې درته وړاندې کوم (( پر ملکي وکړو د امريکايي پيلوټ اعتراف!
 
دى وايي:
ما يو ماشوم وليد چې هغه له کوره را ووته خو ما ته وويل شول چې هغه يو سپى ده بمبار يې کړه موږ ته ويل شوي ٶ چې تاسې ماموريت وژل دي ما بيا د هغه ماشوم ويډيو په تلويزيون وليده چې پښه يې پرې وه.)

دا يې لينک
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=213743883009097&id=114074605351603

د 2019 م کال د اکست په 31 په کابل کې يو امريکايي شرکت شنې ونې پرې کړې مګر حکومت هيڅ هم ونه ويل هغه ستاسې لپاره ملي ګټې نه دي ستا د شنه طبيعت دښمن ستا په خاوره يې د بمونو مور استعمال کړه مګر دا د ارګ وياندويانو لپاره ملي ګټې نه دي؟

د يو افغان ترجمان چې امريکايانو ته يې ترجماني کوله د خولې خبره چې د پوهنتون استاد ليکې دى زه يې رانقلوم :( يوه ورځ ما ته يوه امريکايي سرتېرې خبره وکړه، سرتېرې ده ته ويلي ٶ چې افغانان ډير کم عقله دي چې فکر کوي موږ د آبادۍ لپاره راغلي يو، موږ سرتېرې يو موږ له آبادۍ سره څه کار موږ د جنګ لپاره راغلي يو زموږ هدف وژنه او ورانول دي هغه کوم چې وايي بهرنيان د امن لپاره راغلي ښه په زړه کې پوهيږي چې مسله چيرته ده خو چوکۍ، مقام، وظيفه او ډالر يې له خولې داسې خبرې وباسي.)

زه اوس تاسې پوښتم په کوم وجدان په کومو سترکو په کوم ايمان دا خبره کوى چې امريکا زموږ متحدين دي او مو سره ښې اړيکې لري؟ بس چوکۍ، مقام، وظيفه او ډالر مو له خولې داسې خبرې باسي خداى دې هدايت درته وکړي په دې بې منطقه وياندويۍ...


د 2020 م کال د فبرورۍ په 29 نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تړون لاسليک شو د دې سند په يوه برخه کې پر دې موافقه شوې ده چې د همدې کال مارچ مياشت تر 10 نيټې پورې به د طالبانو تر پنځه زرو پورې بنديان آزاديږي خو افغان حکومت په مشخص ډول ارګ وويل چې دوى په دومره شمېر طالب بنديان نه خلاصوي په دې اړه د ارګ او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ترمنځ توندې خبرې هم تبادله شوې خو يو ځل بيا امريکا په افغان حکومت فشار راوړ يو ميليون ډالر مرستې يې پرې کمې کړې او خبردارى يې ور کړ چې سياسي اختلافات پاى ته ورسوئ خو بل پلوه همدغه بهرنيان د هم شمول حکومت د جوړيدو غوښتنه کوي، ارګ ته يې مورچل کې عبدالله عبدالله کينولى او بيا اخطارونه هم ورکوي، قوې يې ايجاد کړي يو بل پرې دفع کوي دغه ټول فشارونه پر ارګ د طالب بنديانو په په تړاو وو چې ګواکې ارګ يې ولې له خلاصولو انکار وکړ بل خوا ارګ يوازې د دې لپاره چې ولس احساسات کنترول کړي بيان ورکړ چې دا يو ميليون ډالرو مرستو کموالى پر موږ هيڅ اغېز نه لري د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم يک تلويزيون ته په مرکې کې وويل چې: ( کومک جهان قطع شو نه دريا هلمند خوشک مىشه نه دريا پنجشير...)
 
ولس هم فکر وکړ چې حکومت د امريکا په مقابل کې قوي دريځ ونيوه هيڅ پروا يې پرې ونه کړه خو ولې څو ورځې وروسته همغه ارګ د امريکا فشار ته ځان تسليم کړ او د طالب بنديانو آزاديدو لړۍ يې پيل کړه له دې سره يو ځل بيا امريکا د ارګ سرې کرښې په ژيړو بدلې کړې وياندويانو منطق يې دا دى چې دا طالب بنديان د حسن نيت لپاره حکومت آزادوي بيا خپله خبره ردوي او وايي چې کرونا سره د مبارزې لپاره بنديان آزاديږي.

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل د مۍ په پينځمه نېټه طلوع نيوز ته وويل چې: (طالبان سولې ته لېوالتيا نه لري) و وياند صيب! خو چې نه يې لري ولې بيا طالب بنديان چې افغانان يې وژلي، ځوانان يې په قتل رسولي او د افغان پوځ په زرګونه پوځيان يې وژلي له زندانه آزادوۍ؟
هلته طالب بنديان د امريکا په غوښتنه خلاصوئ او بيا وايئ چې طالب سوله نه غواړي چې نه يې غواړي مه يې خلاصوئ تر څو چې تاوتريخوالى يې نه وي کم کړى، ولس ګوري چې هيڅ ډول تاوتريخوالى نه دى کم شوى، د طالب بنديانو آزاديدو وروسته بيا ځلې د جګړې ليکو ته د تګ تضمين نشته د طالب بنديانو له آزاديدو سره د شمشاد تلويزيون د يو راپور له مخې جګړې زور اخيستى تاسې لاهم لګيا ياست چې موږ د حسن نيت له مخې طالب بنديان آزادو او بيا په خپله وايئ چې طالب سولې ته لېوالتيا نه لري خو چې نه يې لري مه يې خلاصوئ تر څو اوربند يې نه وي کړى که اوربند نه کوي حد اقل تاوتريخوالى خو بايد راکم کړي له يوې خوا بنديان آزادوۍ له بلې خوا جګړه زور اخلي او تلفات زيات ورکوئ څومره متضادې خبرې کوئ...

نور بيا......