
روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، د هېواد نامتو ژورنالېست مجاهد کاکړ چې تېره دوه نۍ يې په المان هېواد کې ساه ورکړه نن ورځ هلته خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي يو شمېر ملګرو او همکارانو ويلي چې مجاهد کاکړ وصيت کړی وو چې المان کې خاورو ته وسپارل شي.
مجاهد کاکړ له ۲۰۰۱ را وروسته د افغانستان په رسنيز ډاګر کې نامتو څېره وه، د طلوع تلويزيون رئيس او نورې مهمې دندې يې تر سره کړې وې. دی د سرطان په ناروغۍ اخته وو.
د المان حکومت د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې يوازې ۲۵ کسانو ته اجازه ورکړې چې د نوموړي د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې برخه واخلي.