ډاکټر عبدالله عبدالله: د خوست امنیه قوماندان (سید احمد بابازی) زوړور، مسلکي او خپلې خاورې ته ژمن قومندان وو 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خوست ولايت امنيه قومندان مل پاسوال سيد احمد بابازي په وژل کېدو خواشيني ښوودلې او تسليت يې وړاندې کړی. 

د عبدالله عبدالله پر فېسبوک پاڼه لېکل شوي، ".... شهید بابازی د وطن یو له زوړور، مسلکي او خپلې خاورې ته له ژمنو قوماندانانو څخه وه، چې د وطن په دفاع کې یې له هر سنګر فتحه راوړې وه.

د شهید مل پاسوال سید احمد بابازي د کورنۍ او دوستانو سره پدې درانه غم کې ځان شریک بولم، شهید ته د لوی خدای ج له درباره د لوړو مرتبو، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوم." 

خوست امنيه قومندان مل پاسوال سيد احمد بابازی تېره شپه د سړک غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو او وسله والو طالبانو د بريد مسووليت په غاړه اخېستی.