په افغان سولې خبرې کوي؛ زلمی خليلزاد نن هند ته لاړ 

په افغان سولې خبرې کوي؛ زلمی خليلزاد نن هند ته لاړ 
روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن ورځ په يو رسمي سفر هند ته لاړ. نوموړی تېره شپه په دوحه کې وو او طالبانو مشرانو سره يې وکتل. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې زلمي خليلزاد د هندوستان د ملي امنيت له سلاکار سره د افغانستان د سولې پر مسايلو خبرې - اترې کړي دي. 

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون، د بنديانو خوشي کېدل او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې هغه مسايل دي چې زلمي خليلزاد له هندي چارواکو سره پرې خبري کړي. 

خليلزاد کې قطر کې د طالب استازو او مشرانو سره د خپلې لېدنې په اړه په ټوېټر ليکلي، "‏بیګاه شپه په دوحه کې له ملا برادر او د هغه له ټیم سره اوږده غونډه. موږ پر یو لړ موضوعاتو پرمختګ وغوښت: اورکم، د بشري چارو لپاره اوربند هماغسې چې نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې د COVID-19  وبا د اداره کولو لپاره غوره همکاري وشي..."