د جنرال دوستم وياند: جنرال دوستم ته دمارشالۍ رتبې مبارکي وايم

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، د عبدالله عبدالله ملاتړي  او د جنبش ګوند وياند بشير احمد ته ينج رسنيو ته ويلي دي چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ سياسي هوکړه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه اړينه مساله ده. 

ته ينج خپلو ملاتړو ته ويلي چې د مارشالۍ رتبه حتمي ده او زه يې له وړاندې تاسې ته مبارکي وايم. نوموړي دا هم ويلي دي چې د مارشالۍ رتبه وراېخوا په دې سياسي هوکړه د جنرال دوستم  لپاره واک او صلاحيتونه هم وړاندې شوي دي. 

شپږ ورځې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم له خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف په منځګړېتوب طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوې ده. 

ياده طرحه کې د عبدالله عبدالله ډلې ته د حکومت په کابينه کې ۵۰ سلنه ونډه، عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا مشري او جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه اساسي مسايل ذکر شوي دي.