نړيوال بانک افغانستان سره ۴۰۰ مېلېونه ډالر مرسته نن ورځ منظوره کړه 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، د نړيوال بانک په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي چې افغانستان کې د کرونا ويروس سره د مبارزې او مهار په پار دغه هېواد سره ۴۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کيږي. د خبرپاڼې اړوند دغه مرسته نن ورځ  تصويب شوه. 

نړيوال بانک د کرونا ویروس به خپرېدو سره د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه ښوودلې او ويل شوي دي چې د پولو تړل کېدل افغانستان په اقتصادي ستونزو کې اچولی دی. 

له دې وړاندې د پيسو نړيوال صندوق، اروپايي ټولنې او د امريکا متحدو ايالتو له ۵۰۰ مېلېونه ډالرو ډېره مرسته افغانستان سره کړې وه ترڅو د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ترې ګټه واخلي. 

افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له درې زره پورته شوی او همدا ډول له سلو ډېر کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.