د مصر نامتو قاري محمد محمود الطبلاوي ومړ

روهي(جمعه/۱۹ د غویي)، خوږژبي قاري محمد محمود الطبلاوي جنازه وکړه. نوموړی د ۸۶ کلونو په عمر د تېرې سې شنبې په ورځ ومړ.‌د الطبلاوي په جنازه کې د مصر مشهورو علماوو ګډون کړی و او هغه يې "په اسلامي امت کې د قرآن کریم یو خوږژبی قاري" بللی دی.
 
پر ټوېټر د نوموړي پر مړینه ان په نا عربي هېوادونو کې هم دعاګانې شوې دي او هغه یې د یوه ځانګړي غږ لرونکي قاري په توګه یاد کړی دی. شیخ محمد محمود الطبلاوي د ۱۹۳۴ کال د نومبر پر ۱۴مه د مصر الجیزه کې پیدا شوی، خو په اصل کې د منوفیه ولایت و.هغه په لس کلنۍ کې قرآن کریم حفظ (یاد) او تجوید زدکړ.
 
الطبلاوي په تلاوت کې ځانګړی سبک درلود، چې له کبله یې په مصر او اسلامي نړۍ کې ژر شهرت وموند.هغه ځینې دندې هم کړې ديو چې وروستۍ دنده یې په مصر کې د حافظانو (قاریانو) د ټولنې مشري وه.