نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیون ډالره مرسته تصویب کړه

روهي(جمعه/۱۹ د غویي)، نړیوال بانک وایي، افغانستان پر ۲۰۲۰ کال له سختو ننګونو سره مخ دی، نړیوالې وبا پرې سملاسي بد اغېز کړی نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.
 
 
نړیوال بانک وايي، له افغانستان سره دا هڅوونکې مرسته د سوداګریزو مقرراتو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګونې د هڅونې او د ټولنیز ګډون د پراخولو او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت پیاوړتیا او مالي پایښت د خوندیتوب لپاره شوې ده.
 
نړیوال بانک د اپرېل په دریمه هم له افغانستان سره د کورونا وېروس د مبارزې لپاره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي.