زلمی خلیل زاد:په دوحه کې یې له طالبانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې،  باید د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په افغانستان کې بشري اوربند وشي

روهي(جمعه/۱۹ د غویي)،  ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دوحه کې یې له طالبانو سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د کورونا وبا د ښه مدیریت لپاره باید د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم په افغانستان کې بشري اوربند وشي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په دوحه کې یې له طالب استازو سره لیدنه کې په افغانستان کې د کورونا-ویروس کړکېچ د سمبالونې لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.
 
 
زلمي خلیلزاد لیکلي، چې هند او پاکستان ته به له خپلو سفرونو وروسته له طالبانو سره بیا هم د سولې بهیر په لړ کې خبرې روانې وساتي. هغه همداراز د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ژر پیلېدا ټینګار کړی او د دغه کار لپاره یې د بندیانو د خلاصون چټکېدل او د سولې بهیر د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ډېرېدل اړین بللي.
 
 
په همدې لړ کې ښاغلي خلیلزاد پرون له هندي چارواکو سره هم خبرې کړې، چې هغوی د سولې په بهیر کې د ډیلي د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.