د پنځم نسل يا 5G ټېکنالوژي څه ته وايي او څه ډول کار کوي؟ دلته يې په اړه پوه شئ

د پنځم نسل يا 5G ټېکنالوژي په اوه به مو ډېر اوريدلي او لوستلي وي. که نور هېڅ نه وي د چين د واه وې شرکت له خوا په اروپا کې د پنځم نسل يا 5G ټېکنالوژۍ وړاندې کول او د امريکا متحدو ايالتو له خوا يې مخالفت هغه څه دي، چې تاسې به له دغه نوم سره اشنا وی. 

5G ته په پښتو کې د پنځم نسل  او په انګلېسي کې 5th generation د موبايل انټرنېټ يا mobile network وايي. له پنځم نسل يا 5G وړاندې نړۍ د 1G, 2G, 3G 4G نسلونه تېر کړي دي. له پنځم نسل يا 5G ټېکنالوژۍ موخه پر يوې ثانيې د څو ګيګا بايټ چټکتيا، ډاډمن انټرنېټ او په لسګونه نورې هغې ځانګړنې لري چې اوسنی 4G ټېکنالوژي يې نه لري.

د اوسني 4G او 5G ترمنځ توپير دا دی چې 5G ډېر چټک، ډېر ظرفيت لرونکی او همدا ډول يې تجهيزات کوچني او اغېز لرونکي دي. اوس مهال په دې ۲۱ پېړۍ کې فاف جي انټرنېټ له ټېکنالوژۍ او اقتصاد ور اېخوا يوه سياسي مساله هم جوړه شوې ده چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سيالۍ او رقابت يوه جنجالي موضوع ده.