ساينس پوهان: مېلېاردونه کالونه وړاندې مريخ کې سيندونه بهېدل 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د ساينس پوهانو يوې نړيوالې ډلې په خپلې تازه څېړنې کې چې په Nature Communications کې خپره شوې ده ليکلي دي چې په مريخ کې يې داسې نښې موندلې دي، چې  هلته مېلېاردونه کالونه وړاندې اوبه وې او سيندونه بهېدل. 

د ساينس پوهانو دغه ډلې په HiRISE کمرې انځورنه اخېستي او ادعا کوي، چې مېلېاردونه کالونه وړاندې  په ياده سياره کې اوبو شتون درلود. دغه ادعا تر اوسه د فضا او ساينس برخې نورو پلټونکو ادارو له خوا نه ده پېژندا شوې. 

دغه ساينس پوهان وايي چې د دوی څېړنې ښيي دلته د دوه ۲۰۰ متره اندازې په پېړوالي رسوبي ډبرې او نور مواد شتون لري چې د اوبو دننه يې رسوب کړی او دغه رسوب کېدنه په ګوته کوي چې مېلېاردونه کالونه وړاندې دلته اوبه وې. 

د دیویس په نوم يو ساينس پوه رسنيو ته ويلي دي چې د رسوبي ډبرو او موادو له څېړنې او لابراتور کېدنې دا ښکاري، چې په مريخ کې نه يوازې مېلېاردونه کالونه وړاندې اوبه وې بلکلې دغه اوبه سلګونه زره کالونه بهېدلې هم وې.