نړۍ کې ۹۰ زره روغتيا پالان په کرونا ويروس اخته شوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د روغتيايي پالانو نړيوالې شورا  په يو راپور کې ويلي دي چې د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې ۹۰ زره روغتيا پالان چې ډاکټران، نرسان او نور روغتيايي کارمندان په کې شامل دي په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

دغه شورا په خپل راپور کې ويلي دي چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې روغتياپالان د روغتيايي وسايلو د نشتون او کمښت پر اساس په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

دغه شورا وايي چې دغه راپور يوازې د نړۍ د ۳۰ هېوادونو دی او که چېرې د دوی ټولو هېوادونو راپور برابر کړي نو ذکر شوې شمېرې به لوړې شي.