په خپله هم معيوب وو، خو ميرمنې يې په ډزو ووژله 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، تخار ولايتي مسوولين وايي چې يو کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپله ميرمن په ډزو وژلي. پېښه نن سهار د تخار ولايت په رُستاق ولسوالۍ کې شوې ده. 

وژونکی په دوه  پښو معيوب دی او د کورني تاوتريخوالي په پايله کې يې خپله ميرمن په چره  لرونکي يا ښکاري ټوپک وژلې. پوليسو وژونکی (قاتل) نېولی دی. 

وژل شوې ميرمن ۴۰ کلنه وه او د دوه لورګانو او دوه زامنو مور وه. پوليس وايي چې تورن کس په لومړيو پوښتنو - ګروېګنو کې په خپل کړي عمل اعتراف کړی او ويلي دي چې دا هر څه د کورني تاوتريخوالي په پايله کې شوي دي. 

د يادونې ده چې د هېواد په شمال لو لوېديځ ولايتونو کې د کورني تاوتريخوالي پېښې ډېرې دي خو اوس مهال چې قرنطين او ورژه ده د دغه پېښو ګراف لوړ شوی دی.