حکومت تر اوسه ۹۳۳ طالب بنديان خوشي کړي؛ تازه ۳۱ طالب بنديان نن ازاد شول 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون له لاسليک وروسته تر اوسه افغان حکومت ۹۳۳ طالب بنديان خوشي کړي دي. د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل نن ورځ وويل چې ۳۱ نور طالب بنديان هم خوشي شول. 

دغه طالب بنديان د ولسمشر محمد اشرف د فرمان اړوند د دوی د عمر، روغتيايي وضعيت او بند مودې ته په کتو د کرونا ويروس د مخنيوي او د سولې بين الافغاني خبرو د پيل په پار خوشي کيږي. 

د ولسمشر غني د فرمان اړوند به ۱۵۰۰ طالب بنديان د حکومت له زندانونو خوشي شي. طالبان بيا ټېنګار کوي چې حکومت بايد د دوی ۵۰۰۰ بنديان لومړی ازاد کړي او له هغې وروسته به د افغانانو ترمنځ خبري پيل شي.