تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۱ پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا د ککړو شمېر ۳۵۶۳ ورسېد 



روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې ۱۷۱ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره د ټولو ککړو کسانو شمېر ۳۵۶۳ ورسېد. 

همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او اته کسان نور له درملنې وروسته رغېدلي دی. 

عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې تازه ثبت شوې ۱۷۱ پېښې ، د کابل په شمول د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې ثبت شوې دي، چې ډېرې يې په کندهار، کابل او هرات ولايتونو کې دي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ