هند کې سلګونه  پوليس به کرونا ويروس اخته شوي دي 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، هندوستان کې کرونا ويروس تر ۵۰ زره کسان نېولي دي، چې په دې لړ کې  سلګونه د دغه هېواد پوليس هم شامل دي. 

د هندوستان حکومت په کرونا ويروس د اخته پوليسو کره شمېرې نه دي په ګوته کړې خو رويټرز ليکلي دي، چې شمېر يې له سلګونه کسانو زيات دی. 

هندوستان کې له تېرو دوه مياشتو قرنطين شروع شوی دی او تر درې لکه پوليس په ښارونو کې ګرځبنديز او دغه قرنطين پلی کوي. 

خو هندوستان کې يو شمېر سرچينو رسنيو ته د کرونا ويروس له امله د څلورو  هندي پولیسو مړينه او د لسګونو نورو ککړېدنه تائيد کړې ده.