زلمي خليلزاد قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهر نيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد قطر کې د طالبانو له سياسي دفتر مرستيال  ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د دغه خبر پخلی کړی. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې خليلزاد يو ځل بيا د افغان سولې په پار د سفرونو بهير پل کړی، چې قطر، هندوستان او پاکستان ته به کې لاړ شي. 

قطر کې د طالبانو دفتر وياند سهيل شاهين هم په ټوېټر ليکلي دي چې د  ملا عبدالغني برادر او زلمي خليلزاد ترمنځ لېدنه شوې، چې بين الافغاني خبرو پيل، د بنديانو خوشي کېدو او امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون په اړه په کې خبرې - اترې وشوې. 

طالبان او امريکا ځیني وخت د دوی ترمنځ د سولې د شوي تړون په سرغړونې یو او بل تورن وي. امريکا له طالبانو غوښتي چې سولې ته رسېدو به پار دې له تاوتريخوالي لاس واخلي.