ولسمشرۍ غني د کرونا ويروس د عامې پوهاوي مسووليت اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارلو 

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ويروس یا کوېډ-۱۹ د عامه پوهاوي چارې او مسووليیت د هېواد  اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارلی دی. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال شیوا شرق تېره ورځ  کابل کې په يوې رسنيزې ناستې کې وويل چې د دوی د دغه مسووليت د ښه پلي کولو لپاره تياری لري او له دې وړاندې يې هم د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د کوېډ-۱۹ د عامه پوهاوي به برخه کې فعاليتونه کړي. 

ياد وزارت کې مسوولين وايي  چې له دې وروسته به د کرونا ويروس مالومات هغه که ډېر جزيي هم وي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا به رسنيو او خلکو ته ورکول کيږي. 

اوس مهال د کرونا ويروس د ککړو کسانو، مړو او درملنه شوي کسانو شمېرې د روغتيا وزارت له خوا خپريږي.