روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، تېره ورځ داسې راپورنه خپاره شول چې په کرونا ويروس د يو ککړ ناروغۍ کرونا په افغان - جاپان روغتون کې ډاکټران او يو شمېر ورغتيا پالان وهلي دي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح د دغه پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې ډاکټران، نرسان او په لويه کې روغتيا پالان په دې سخت وضعيت کې د خپلو هېوادوالو درملنه کوي، چې دا ډول کړنې او چلند د دوی په روغتيا منفي اغېز اچوي.
هلته روغتيا پالانو او ډاکټرانو هم د پېښې تائيد کړی دی. د ناروغ کورنۍ او خپلوان دغه پېښه تائيدوي، خو چې ولې داسې عمل رامنځ ته شو رسنيو ته يې د مالوماتو له ورکولو ډډه کړي.
د افغان - جاپان له روغتون په تېر کې هم ډېری شکايتونه شوي چې ډاکټران او نرسان يې د کرونا ويروس ناروغانو سره قانوني چلند نه کوي او ډېری وخت له ناروغ او ناروغ لرونکو سره توند او ناوړه چلند او سلوک کوي.
وروستي