ولسمشر غني د خوست او پکتیکا ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وپوښت

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هیواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې، نن غرمه د خوست او پکتیکا ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو.

په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په هغه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب سربېره، د خوست او پکتیکا ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو هم حضور درلود، د خوست او پکتیکا ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د یادو مسوولنیو هڅې وستایل شوې.

جمهوررئیس غني د خوست او پکتیکا ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې له نورو اړوندو برخو سره په همغږۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې، ولسوالیو سره د اړیکو تامین، د لویو لارو امنیت ته د پاملرنې او منسوبینو ته د رسېدنې په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.