احمد داود نوروزی د برېښنا شرکت رئيس وټاکل شو 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري  احمد داود نوروزی د برېښنا شرکت د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړی نن ورځ په رسمي ډول معرفي شو. 

احمد داوود نوروزی د ماليې وزارت د چارسمبال او نوماند وزير عبدالهادي ارغنديوال له خوا برېښنا شرکت ته ور وپېژندل شو. دغه ناسته کې د برېښنا پخواني رئيس انجنیر امان الله غالب هم ګدون درلود. 

د برېښنا شرکت نوې رئيس په دغه شرکت د سمونونو په راوستلو او همدا ډول د ستونزو په حال خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې اصلاحات او نوښتونه رامنځ ته کړي.