تورخم دروازه نن سهار پرانېستل شوه؛ څو ساعتونو کې ۴۶۰۰ ايسار افغانان هېواد ته ستانه شول 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د پاکستان تو افغان حکومتونو ترمنځ له هوکړې وروسته نن ورځ د تورخم دروازه په لنډمهاله ډول پرانېستل شوه. له سهار بيا تر غرمې تر ۴۶۰۰ کسان له يادې دروازې هېواد ته دننه شول. 

دا دروازه وروسته له هغې پرانېستل شوه چې د کرښې هغه غاړې په زرګونه افغانانو شکايتونه وکړل  چې  له تېرو څو ورځو په لنډي کوتل هېواد ته د بېرته تګ په تمه دي. 

تېره ورځ اسلام اباد کې افغان سفير لطف الله مشعل په ټوېټر ولېکل چې د يوې  ورځې لپاره به تورخم دروازه پاکستان کې د پاتې افغانانو پر مخ پرانېستل شي. 

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي رسنيو ته ويلي دي چې د يادو مسافرو لپاره يې روغتيايي تياري نېولي او د راوښتلو پر مهال يې د کرونا ويروس معاينه او چېک تر سره شو.