۱۶۸ نوې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته ورسېد 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۸ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رسنيو ته ويلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ کسانه له درملنې وروسته جوړ شوي او همدا ډول نهو کسانو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. 

تېره ورځ په افغانستان کې ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولې لوړه شمېره بلل کيږي. عامې روغتيا وزارت  د کرونا ويروس حالت صعودي يا مخ پر وړاندې بللی او له خلکو غوښتي دي چې په کورونو کې پاتي شي.