ايراني عسکرو په غوسه کړی؛ اتمر:  افغان کډوالو سره د ايران ظلم او وحشت (نه بښل کېدونکی جنايت) دی

روهي (څلورنۍ/۱۷ د غوايي)، د هېواد بهرنيو چارو نوماند او چارسمبال وزير محمد حنيف اتمر د ايران او افغانستان په ګډه پوله افغان کډوالو سره د ايرانيانو سلوک ظلم او وخشت بللی او ويلي دي چې دا جنايت د بښلو وړ نه دی. 

نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، چې د هېواد بهرنيو چارو وزارت به د دیپلوماتیکو لارو دغه جنايت وڅېړي او خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې د  حق او عدالت په پار به دغه عمل په جدي ډول وڅېړل شي. 

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې دا هم ويلي دي چې د ايران بهرنيو چارو وزارت چمتو شوی دی ترڅو افغانستان سره يو ځای يو پلاوی د دغه قضيې د پلټلو لپاره وټاکي. 

د تېرې شنبې په ورځ د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د قاچاق کوونکو له خوا ايران ته وړل شوي چې وروسته بيا پوليسو نېولي دي او سيند ته يې اچولي دي.

نېول شوي کسان وايي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي چې اووه کسان يې مړه او شل ورک دي. خو د ايران حکومت دغه خبرې ردوي.