د ولسمشرۍ غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

روهي (څلورنۍ/۱۶ د غوايي)، د هیواد د ولایتونو امنیتي مسوولینو سره د غونډو په لړ کې، د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په رهبرۍ په دوه جلا غونډو کې د ننګرهار او میدان وردګ، غزني، لوګر او بامیان ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو.
 
په دغو غونډو کې چې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د یادو ولایتونو امنیتي مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت، په اړوندو ولایتونو کې د پلانونو د تطبیق او عملیاتو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو د قدردانۍ ترڅنګ امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې او خلکو ته د رسیدګي په برخو کې جدي توجه وکړي.

جمهوررئیس د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو بنسټونو سره په همغږۍ د امنیت د تامین او مومندره ولسوالۍ کې د تهدیدونو رفع کولو لپاره اجرات وکړي.

همدارنګه جمهوررئیس غني د بامیان، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو مسوولینو ته دستور ورکړ چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د ځمکو د غصب او همدارنګه بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس د لویو لارو پر امنیت او خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وویل، د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او له خلکو سره له نږدې کار ته په خپلو برنامو کې لومړیتوب ورکړي.