د متحدو ايالتودفاع وزير: طالبان تاوتريخوالي کې  ناکام دي 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر وايي چې د افغان د سولې بهير په کوم ډول يې چې هيله کېدله وړاندې نه ځي او طالبان د تاوتريخوالي په جوړولو کې ناکام شوي دي. 

نوموړي د طالبانو له خوا شوې ۴۵۰۰ بريدونو په غبرګون کې ويلي دي، چې جګړه هېڅ بريالی لوری نه لري او د طالبانو بريدونه د سولې لپاره خنډونه جوړولی شي. 

مارک اسپر ويلي، "د افغان حکومت او وسله واالو طالبانو ترمنځ جګړه بريالی لوری نه لري، دغه جګړه د يو لوري په ګټه هم نه او هېڅ لوری به د نظامي لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي، غوره دغه چې د جګړې پر ځای پر يو سياسي حل فکر وشي." 

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو د تبدلۍ په اړه ويلي دي چې دا غوره اقدامات دي خو بيا هم د سولې خبرو لپاره کافي نه شمېرل کيږي.