بدخشان: ورور له خپلې خور سر غوڅ کړ 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د غوايي)، له بدخشان ولايت راپورونه وايي چې يو کس له خپلې خور سر پرې کړی او نوموړې يې وژلې دی. ويل کيږي ياده جيني له خپل کور له هلک سره تښتېدلې وه. 

دغه جينۍ پوليسو نېولې وه او وروسته پوليسو په ضمانت خپلې  ته سپارلې وه، خو بيا يې هم ورور ووژله او سر يې ترې غوڅ کړ. 

ولسي جرګه کې د بدخشان ولايت پخوانۍ استازې فوزيه کوفي رسنيو ته ويلي دي، چې د دغه جينۍ ورور ملي پوځ کې دنده درلوده خو له دغه پېښې وروسته طالبانو ته ورغلی دی.